• This page, په 2024 مالي کال (FY24) کېد ماشومانو لپاره د ګډو ګټو درولودونکو هېوادونه پالنه (C3), is   offered by
  • Department of Early Education and Care

په 2024 مالي کال (FY24) کېد ماشومانو لپاره د ګډو ګټو درولودونکو هېوادونه پالنه (C3)

د FY24 C3 د بدلونونو په اړه د لا زیات پوهاوي لپاره دغو پرلپسې پوښتل شویو پوښتنو ته له ورکړل شویو ځوابونو څخه ډېر وپوهېږئ.

په تېرو څو میاشتو کې د ماشومانو لپاره د C3 په پروګرام کې د ګډو ګټو درلودونکو هېوادونو لپاره د تمې خلاف ډېرې زیاتې ودې ته په پام سره، EEC باید په مې او جون میاشتو کې د ځینو پروګرامونو لپاره د C3 په میاشتنو تادیو کې ځینې بدلونونه راولي، څو د 2024 مالي کال (FY) د بودیجې راټولولو په کچه کې پاتې شي.

ټول هغه پروګرامونه، چې اوسمهال په C3 کې ګډون کوي، به د 2024 کال تر جون پورې بودیجه ترلاسه کړي او Governor Healey په FY 2025 کې د C3 د دوام وړاندیز کړی دی. د ایالت 2025 مالي کال د 2024 د جولای له لومړۍ نېټې څخه پیلېږي.

موږ به په دې اړه ډېر نور جزئیات هم شریک کړو چې د C3 پروګرامونه به په نږدې راتلونکې کې په مې او جون میاشتو کې څومره بودیجه ترلاسه کړي.

  • څه وخت به د خپل C3 په تادیو کې کمښت وګورم؟

ځينې پروګرامونه به د 2024 په مې میاشت کې د خپل C3 د میاشتنیو تادیو شاهد واوسي.

ستاسو د ماشوم پالنې مالي مرستې نوملیکنه او د SVI معلومات ستاسو د C3 په اپلیکېشن کې موجود دي. پروګرامونه به له EEC څخه له خپلې C3 ډلې سره خبرپاڼه ترلاسه کړي.

  • زما د C3 تادیه ولې د کمېدو په حال کې ده؟

د 2024 کال د مې میاشتې د C3 د تادیو په پيلولو سره، په ټول ایالت کې به د لومړنیو زده‌کړو او پالنې ځينې پروګرامونه په لاندې توګه د خپلې میاشتنۍ تادیې په اندازه کې کمښت تجربه کړي:

  • له بدلون برته:
  • هغه پروګرامونه چې د هغوی په نوملیکنه کې تر 33 سلنې یا له هغه څخه زیات ماشومان د EEC  د ماشوم پالنې مالي مرستې ترلاسه کوي (د «سند» یا «قرارداد» په نوم یادېږي).
  • د (Head Start) او (Early Head Start) پروګروامونه.
  • د C3 د معمولي میاشتنیو تادیو 55 سلنه:
    • هغه پروګرامونه چې د هغوی په نوملیکنه کې له 33 سلنې څخه لږ ماشومان د EEC د ماشوم پالنې مالي مرستې (د «سند» یا «قرارداد» په نوم یادېږي) ترلاسه کوي، خو حد اقل هغه یوه ماشوم ته خدمت کوي چې د EEC مالي مرستې ترلاسه کوي، او/یا
    • هغه پروګرامونه چې د ټولنې د SVI په لوړه کچه کې کار کوي.
  • د C3 د معمولي میاشتنیو تادیو 30 سلنه:
  • هغه پروګرامونه چې اوسمهال هېڅ هغه ماشوم ته خدمت نه کوي چې د EEC د ماشوم پالنې مالي مرستې ترلاسه کوي، خو د EEC د مالي مرستو لپاره د هوکړه‌لیک سند یا قرارداد لري او د SVI ټولنې په لوړه کچه کې کار نه کوي.
  • د C3 د معمولي میاشتنیو تادیو 25 سلنه:
  • هغه پروګرامونه چې اوسمهال هېڅ هغه ماشوم ته خدمت نه کوي چې  د EEC د ماشوم پالنې مالي مرستې ترلاسه کوي، د هوکړه‌لیک سند نه لري او د SVI ټولنې په لوړه کچه کې کار نه کوي.

C3 د لومړنیو زده‌کړو او پالنې پروګرام لپاره د لوبې بدلونکی و -  سږکال یې له ماشومانو څخه د پالنې په پروګرامونو کې د 7 سلنې په زیاتوالی سره، په ټول ایالت کې د ماشوم پالنې 10,600 مرکزونه زیات کړل.  د C3 فورمول د پروګرامونو او هغو ماشومانو د شمېر پر بنسټ وړاندې شوی، چې خدمت ورته شوی دی. د نویو پروګرامونو او نویو پرانسیتل کېدونکو ټولګیو د ملاتړ په برخه کې د C3’s بریاوي د تمې خلاف ډېره زیاته وده رامنځته کوي. دا په دې معنی ده چې د C3 لپاره ټاکل شوې بودیجه باید د ډېرو وړاندې کوونکو په منځ کې ووېشل شي. په دغو بدلونونو سره، EEC دا ضمانت کوي چې C3 همداراز ټولو پروګرامونو ته لاسرسی مومي، په داسې حال کې چې ډېرې سرچینې هغو پروګرامونو ته ځانګړې کوي، چې د کم یا متوسط عاید درلودونکو کارکوونکو ته خدمت کوي.

EEC به د 2024 FY په بودیجه کې C3 ته ټول ځانګړي شوي 475 میلیونه ډالر ووېشي. دا بدلونونه د C3 پروګرام په عمومي بودیجه کې قطع کول نه دي. د ټولې بودیجې هماغه اندازه به د پروګرام مطابق ولګول شي.

  • د دغو بدلونونو لپاره د ټولنې لوړ SVI څه شی ده او څه ډول پوهېدلای شم چې ایا زما پروګرام د ټولنې لوړ SVI ګڼل کېږي؟

EEC د C3 لپاره اوسمهال د ټولنیز زیان منلو شاخص (SVI) په کارولو سره ډېرې اړمنې ټولنې مشخصوي. SVI د یوې ټولنې د فقر او بې‌کارې کچې، زده‌کړو کچې او د پیسو ګټلو کچې په ګډون ډېرو اقتصادي او ټولنیزو شاخصونو ته ګوري. 0.75  او له هغه څخه لوړ تر ټولو لوړه SVI ګڼل شوې ده.

ګډون کوونکي پروګرامونه د خپلو SVI په اړه لا زیات معلومات د دوی د C3 د میاشتنۍ مرستې په اپلیکېشن موندلای شي.

  • زما پروګرام څه ډول کولای شي چې د EEC د ماشوم پالنې مالي مرستې منل پیل کړي؟

هغه پروګرامونه چې د EEC د ماشوم پالنې مالي مرستې منلو بهیر پیلولو ته لېواله دي، باید د خپلې سیمې د ماشوم پالنې سرچینو او مراجعې کولو سازمان (CCR&R) ته مراجعه وکړي. تاسو کولای شئ چې خپل سیمه‌ییز CCR&R په انلاین توګه ومومئ:

https://childcare.mass.gov/eec_ccrrsearch.

  • څومره وخت به د خپل C3 په تادیو کې د کمښت شاهد یم؟

اوسمهال دغه بدلونونه د 2024 ( یعنې روان مالي کال) د مې او جون میاشتو لپاره دي. 

Governor Healey په FY 2025 کې د C3 د دوام وړاندیز کړی دی. EEC له مقننه قوې سره کر کوي څو دغو مهمو پروګرامو ته تر FY 2025 او له هغه وروسته دوام ورکړي، په داسې حال کې چې همداراز مهم پروګرامونه تعدیولي، څو د کووید 19 د تثبیتولو له دورې څخه په روانو عملیاتي پانګونو کې بدلون منعکس کړي.

  • که زما پروګرام مخکې په C3  کې ګډون نه وي کړی، خو اوس وغواړي، ایا بودیجه ترلاسه کولای شم؟

د محدودې بودیجې د موجودیت له امله، نوي پروګرامونه اوسمهال نشي پلي کېدلای.

  • زما پروګرام یو Head Start پروګرام دی، دا زما لپاره څه معنی لري؟

د Head Start او Early Head Start  پروګرامونه چې اوس مهال په C3 کې ګډون کوي، په 2024 مالي کال کې به د خپل C3 په تادیه کې هېڅ بدلون نه لري.

  • د مرستې لپاره له چا سره خبرې کولای شم؟
  • هیله ده چې د هر ډول ستونزې، پوښتنې یا تخنیکي مرستې ته د اړتیا په صورت کې د ماشوم پالنې د لګښتونو د مرستې له مېز سره له 1-833-600-2074 شمېرې سره اړیکه ونیسئ یا eecgrantsupport@mtxb2b.com ته برېښنالیک واستوئ.
  • Mass.gov/C3Grants او Mass.gov/C3GrantsFAQ به په پرلپسې توګه اپډېټ شي.

Help Us Improve Mass.gov  with your feedback

Please do not include personal or contact information.
Feedback